Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خلیلزاد: د پاکستان پوځ خپل هېواد د تباهۍ په لور روان کړی.
۵ حمل ۱۴۰۴

خلیلزاد: د پاکستان پوځ خپل هېواد د تباهۍ په لور روان کړی.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه پاکستان کې روانو نا امنیو ته په اشارې سره لیکلي، چې پوځ له ناکامۍ سره مخ دی او خپل هېواد یې د تباهۍ په لور روان کړی دی. دغه جګپوړي امریکایي ډېپلوماټ اندېښنه ښودلې، چې د پاکستان هېواد له جدي ناورین سره مخ دی او که حکومت بدلون رامنځته نه کړي؛ نو له بدو پایلو سره به مخ شي. هغه پاکستاني حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یې د کړکېچ د مخنېوي لپاره ورسره وخت بېخي کم پاتې دی او باید سملاسي لاس په کار شي.

مطالب

خلیلزاد:
د پاکستان پوځ خپل هېواد
د تباهۍ په لور روان کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ