Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې د څارویو غلا په تور یو کس نیول شوی.
۲۰ حوت ۱۴۰۳

کندوز کې د څارویو غلا په تور یو کس نیول شوی.

د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت امام صاحب ولسوالي کې یې، هغه کس نیولی چې د یوه کال پرمهال یې، لسګونه څاروي غلا کړي دي.

د کندوز امنیه قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار رسنیو ته وویل، دغه کس د یوه کال پرمهال کندوز ښار او نهه ولسوالیو کې یاد څاروي غلا کړي دي.

د نوموړي په وینا، نیول شوي کس به یاد څاروي په امام صاحب ولسوالي کې په یوه کور کې حلالول او  غوښه به یې، پر خلکو خرڅوله.

خاکسار ټينګار وکړ چې دغه کس له یوشمېر څارویو سره یوځای نیول شوی دی.

د کندوز امنیه قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار همداراز وویل چې نیول شوي کس په یوه کال کې له خلکو ۸۰ غواګانې او نور څاروي هم غلا کړي دي.

د امنیه قومنداني د مسوولانو د معلوماتو له مخې، نوموړی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

یوشمېر غلا شوي څاروي د امام صاحب ولسوالي امنیه قومنداني له لوري بېرته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

مطالب

کندوز کې
د څارویو غلا په تور
یو کس نیول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ