Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فاریاب کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرېدو بندیز ولګېد.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

فاریاب کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرېدو بندیز ولګېد.



د فاریاب چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرېدو بندیز لګول شوی دی.

د یاد ولایت د مقام ویاند محمدافضل دین‌دوست ویلي چې دغه پرېکړه پرون سه‌شنبه، غويي ۹مه، د فاریاب لومړۍ درجه چارواکو له لوري نیول شوې.

د دین‌دوست په وینا، د فاریاب د امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر رییس محمدصادق ثاقب په دې ناسته د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر قانون د ۱۷مې مادې په تشرېح کولو سره د په رسنیو کې د ژوندي موجوداتو د انځور نه‌ خپرېدو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال یاده ناسته کې د فاریاب والي عبدالاحد فضلي لارښوونه کړې چې د دې پرېکړې د ښه‌ پلي‌کېدو لپاره یې، د اسلامي شریعت له اصولو سره سم تخصصي کمېټه جوړه کړې.

فاریاب کې د ژوندي موجوداتو د انځور پر خپرېدو داسې مهال بندیز لګول کېږي چې له دې وړاندې د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د ژوندیو پر تصویر خپرېدو بندیز لګېدلی دی.

مطالب

فاریاب کې
د ژوندیو موجوداتو
پر انځور خپرېدو بندیز ولګېد

دا خبر نورو سره شریک کړئ