Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جلال اباد ښار کې د یوه سړک کانکرېټ کولو چارې پيل شوې.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

جلال اباد ښار کې د یوه سړک کانکرېټ کولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، چې د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې په ۱۹ ګذر کې د ۸.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې دي. د جلال‌آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر ویلي، چې یاده پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې کېږي چې په کې د ۹۴۵ متره په اوږدوالي او د ۵ متره په پلنوالي سره یو سړک او د سړک غاړې ته د ۹۴۵ مترو په اوږدوالي د ویالو جوړول شامل دي. د چارواکو په خبره، د دغه ډول پروژو موخه د لنډمهاله کاري فرصتونو برابرول او د افغانستان په ښارونو او کلیو کې بېړنیو او لومړنیو خدمتونو وړاندې کول دي.

مطالب

جلال اباد ښار
د یوه سړک کانکرېټ
کانکرېټ کولو
چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ