Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د عراق له زندانه خوشي شوي دوه افغانان هېواد ته راورسېدل.
۱۸ حوت ۱۴۰۳

د عراق له زندانه خوشي شوي دوه افغانان هېواد ته راورسېدل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دوه تنه افغان وګړي پرون عراق کې له بنده را خوشې شوي او هېواد ته را لېږدول شوي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان څلور میاشتې وړاندې وروسته له هغې د عراقي پولیسو له لوري نیول شوي و چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران له لارې عراق ته داخل شي. دغه کسان درې میاشتې د عراق د بصرې ښار په بندخونه کې بندیان وو.

مطالب

د عراق له زندانه
دوه افغانان
هېواد ته راورسېدل

دا خبر نورو سره شریک کړئ