Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عمران خان: پر افغانستان برید به کرکه نوره هم زیاته کړي
۱۲ جدی ۱۴۰۳

عمران خان: پر افغانستان برید به کرکه نوره هم زیاته کړي

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وايي، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له کبله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.

عمران خان پرون د اډیالې په زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې وویل، ادعا کېده چې که افغان کډوال په زور وایستل شي نو ترهګري به ورسره کمه شي خو دې کار د امنیت له ښه کېدو سره مرسته ونه کړه مګر د دوو هیوادونو ترمنځ یې کرکه زیاته کړه.

عمران خان له وکیلانو او خبریالانو سره خپلې خبرې پر خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړي او ویلي چې پاکستان پر افغانستان دوه ځلې بمباري کړې ده.

مطالب

افغانستان
روابط
پاکستان

دا خبر نورو سره شریک کړئ