Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل کې د برېښنا د دوو پروژو کارونه پيل شول.
۴ حوت ۱۴۰۳

کابل کې د برېښنا د دوو پروژو کارونه پيل شول.

د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې د ۱۸۹ ميګاولټ نوی سب‌سټېشن او له ارغندۍ څخه د بتخاک تر نوي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژو چارې نن پيل کړې. يادې پروژې د عوفي بهرام شرکت د نږدې ۲۵.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د «جي‌.اس‌.پي»، «ام‌.بي‌.آر‌.سي‌.سي» او «نوينسيميا» شرکتونو لخوا پلې کېږي، چې په ګټې اخيستنې سره به يې د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلوولټ مزي له لارې د کابل ښاريانو د برېښنا ستونزې تر ډېره بریده حل او استوګنيز، سوداګريز او صنعتي پېرودونکي به له دوامداره او ډاډمنې برېښنا څخه برخمن شي.

مطالب

کابل کې د برېښنا
د دوو پروژو کارونه پيل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ