Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د کندهار ولایت ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د خپلو انکشافي کارونو په لړ کې یې د ۱۲ ناحیې په ۶ ګذر کې یې په اساسي ډول د یوه سړک جوړولو چاري پیل کړي دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ وياند سيف الله عاصم وايي، چې یاد سړک ۶۴۳ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالي لري، چې دا مهال یې د کيندنې چارې روانې دي او ټاکل شوې، چې د ټولو تخنیکي معیارونو په پام کي نیولو سره یې رغولو چارې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د یادولو وړ ده، چې په دې رغنیزه پروژه کې ۸۱ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مطالب

د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې
د سړک جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ

د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې.