Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فصېح‌الدین فطرت: چورلکې زموږ دي او نه‌ ترې تېرېږوو.
۳۱ سرطان ۱۴۰۴

فصېح‌الدین فطرت: چورلکې زموږ دي او نه‌ ترې تېرېږوو.



د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت وايي چې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شویو چورلکیو په اړه خبرې روانې دي او په وینا یې، دغه چورلکې د افغانستان دي او دوی ترې نه‌تېرېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، د چنګاښ ۳۱مه د ملي دفاع وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړونو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

فطرت زیاته کړه چې دفاع وزارت هڅه کوي، څو دغه چورلکې بېرته افغانستان ته راولېږدول شوي، خو په وینا یې، تراوسه په دې نه‌دي بریالي شوي چې په دې تړاو ګاونډیو هېوادونو ته قناعت ورکړي.

 د دفاع وزارت لوی درستیز همداراز ټینګار کړی چې ناهیلي نه‌دي او په وینا یې، خپلې هڅه به وکړي، څو له ګاونډیو هېوادونو دغه چورلکې راوګرځوي. «څه چې موږ مربوط کېږي، له هغو نه‌تېرېږو او هڅَه به کوو چې چورلکې بېرته ترلاسه کړو.»

د مخکیني حکومت له سقوط سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر چورلکې او پوځي تجهیزات ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوي او د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار د یادو پوځي تجهیزاتو د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

مطالب

فصېح‌الدین فطرت
چورلکې زموږ دي او نه‌ ترې تېرېږوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ