د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره کتلي دي.
د خبر پاڼې له مخې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه تړاو خبرې کړې دي.
مولوي عطاءالله عمري په دې لیدنه کې د جاپان له سفیرغوښتنه کړې، چې د افغانستان د باکیفیته محصولاتو لپاره نړۍوال بازارونه برابر کړي او په بېلابېلو برخو کې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا ویلي، چې جاپان په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت داسې پروژې پلې کړي، چې په کې د مثمرو نیالګیو وېش، د څارویو درملنه او د اصلاح شویو تخمونو وېش شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې په روان میلادي کال کې هم د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلي کوي.