Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې یوه کس په ۲.۲ میلیونه افغانیو د فوټسال لوبغالی جوړ کړی.
۲۱ سرطان ۱۴۰۴

فراه کې یوه کس په ۲.۲ میلیونه افغانیو د فوټسال لوبغالی جوړ کړی.

د فراه محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس په خپل شخصي لګښت په ۲.۲ میلیونه افغانیو د فوټسال لوبغالی جوړ کړی دی.

د فوټسال دغه لوبغالی د ملایانو کلي کې جوړ تو ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدعبدالحی سباوون رسنیو ته وايي چې دغه لوبغالی د ملایانو کلي د یوه اوسېدونکي په ۲.۲ میلیونه افغانیو جوړ شوی دی.

د یاد لوبغالي مسوول محمدرحیمي بیا وايي چې دغه لوبغالی ۴۳ متره اوږدوالی، ۲۳ متره پلنوالی لري او په وینا یې، د جوړېدو چارې یې، د درېوو میاشتو په موده کې بشپړ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دغه لوبغالی د شاوخوا ۸۰۰ نندارچیانو د کېښناستو لپاره ځای هم لري.

فراه کې دغه لوبغالی داسې مهال جوړېږي چې له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د یوشمېر سوداګرو او ورزش‌کارانو له لوري په خپل شخصي لګښت د فوټسال، والیبال او نورو سیالیو لپاره لوبغالي جوړ شوي دي.

مطالب

فراه کې یوه کس په ۲.۲ میلیونه افغانیو
د فوټسال لوبغالی جوړ کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ