میدانوردګ کې د لس کیلومټره سړک د بیارغولو چارې پيل شوې.
د میدانوردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د چک ولسوالي د «ده عربان» سیمې د لس کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې.
د دغه ولایت له مقام څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د والي قاري بختیار معاذ په لارښوونه د ټولګټو ریاست له لوري د چک ولسوالي د ده عربانو کلي سړک د بیارغولو چارې پيل شوې.
په خبرپاڼه کې دا نهدي ویل شوي چې دغه سړک پر بیارغونې څومره لګښت کېږي او د چا لهخوا به ورکړل شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاد سړک به په یوه میاشت کې جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
هېره دې نه وي چې تېر یوه کال کې د میدانوردګ د ټولګټو چارو ریاست له لوري ۲۲۰ کیلومټره کلیوالي او عمومي سړکونه بیارغول شوې دي.