Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان کې د بیروج کان نړېدو له امله ۳ کسانو ژوند بایللی.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

بدخشان کې د بیروج کان نړېدو له امله ۳ کسانو ژوند بایللی.



ځايي مسوولان وايي، د بدخشان اشکاشم ولسوالي کې د بیروج قیمتي ډبرو کان نړېدو په دلیل دریو کان‌کیندونکو ژوند بایللی.

د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست کې طبیعي پېښو ته د رسېدو امر محمد کامګار وايي، پېښه تېر ماښام د اشکاشم ولسوالي«سفیداورینګ» سیمه کې شوې.

ده وویل، کان کیدونکو په غیرحرفه‌يي توګه کیندنې کولې چې کان پرې نړېدلی او تر خاورو لاندې شوي دي.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې بدخشان کې ګڼ شمېر ځوانانو په خپلسره او غیرحرفه‌يي ډول د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو استخراج ته مخه کړې چې ګڼو مواردو کې د کانونو نړېدو په دلیل هغوی ته مرګژوبله اوښتې ده.

مطالب

بدخشان کې د بیروج کان نړېدو له
امله ۳ کسانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ