Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نیمروز کې د ورېښم پله سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

نیمروز کې د ورېښم پله سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نیمروز ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ورېښم پله سړک د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. د نیمروز ولایت مقام ویاند رحیم‌الله ساجد ویلي چې دغه سړک د ۲.۵ کیلو متره په اوږدوالي جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. ساجد زیاته کړې، چې د دې پروژې مالي لګښت د عبدالله بن محمد بن علي الثاني عربي خیریه بنسټ لخوا ورکړل شوی دی. د سیمې اوسېدونکي بیا له ځايي مسوولینو او د خیریه بنسټ له کړنو مننه کوي چې دوی ته ټولګټې پروژې پلې کوي.

مطالب

نیمروز کې
د ورېښم پله سړک
جوړ او ګټې اخیستنې
ته وسپارل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ

نیمروز کې د ورېښم پله سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.