Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د اسراییلو ډزې؛ لږترلږه ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
۱۱ جوزا ۱۴۰۴

غزه کې د اسراییلو ډزې؛ لږترلږه ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.



د فلسطین طبي مرستو ټولنې چارواکو ویلي چې د رفح ښار په لوېدیځ کې د GHF د مرستو وېش ځای ته نږدې د اسراییلو په برید کې لږترلږه ۳۹ فلسطینیان وژل شوي او له ۲۲۰ څخه ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه کسان د غزې بشري دوستانه مرستو د وېش مرکز ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ورټول شوي وو چې د اسراییلي ځواکونو له لوري پرې ډزې شوي.

اسراییلو تراوسه د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه مرکز چې د اسراییلو له لوري یې هم ملاتړ کېږي، په وروستیو کې غزه کې خپل فعالیت پیل کړی دی. مرسته ترلاسه کوونکي په دې مرکز کې بایومټریک او سکن کېږي او له هغِې وروسته ورسره  مرسته  کېږي.

د غزې اوسېدونکي بیا وېره لري چې د بایومټریک او نور معلومات به یې، د اسراییلو له لوري په ناسمه توګه وکارول شي، خو اسراییلو بیا ویلي، څوک چې حماس سره تړاو لري، له مرستو به بې‌برخې شي.

له دې وړاندې هم اسراییلو په وار وار غزه کې ملکیان په نښه کړي دي.

مطالب

غزه کې د اسراییلو ډزې
لږترلږه ۴۰ کسانو
ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ