Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر کې د ۱۴۸میلیون افغانیو په لګښت سل بستریز روغتون جوړیږي.
۳ جوزا ۱۴۰۴

پنجشېر کې د ۱۴۸میلیون افغانیو په لګښت سل بستریز روغتون جوړیږي.



د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، د اسلامي امارت مشر دغه ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو لپاره ۱۴۸ میلیون افغانۍ بودیجه منظور کړه.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن (شنبه، جوزا درېیمه) سلام‌وطندار ته وویل، دغه روغتون د دې ولایت په مرکز «بهارک» سیمه کې په درېیو پوړونو کې جوړیږي.

یاد روغتون به د عمومي جراحي، داخلې، ماشومانو، زېږون، ارتوپېدي، د سترګو او غوږونو د درملنې څانګو ترڅنګ، عملیات خونه، درملتون، ایکسرې، د پایوازانو لپاره انتظار ځای او نور اړین ملحقات ولري.

د پنجشېر والِ محمد اغا حکیم د دغه روغتون جوړول د روغتیايي خدماتو ښه‌والي په برخه کې مهم ګام بولي.

د پنجشېر اوسېدونکي هم د دغه روغتون د جوړولو لپاره د بودیجې له منظورېدو خوښي ښيي او وايي، تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت اساسي اړتیاوو ته هېڅ پام نه دی شوی.

مطالب

پنجشېر کې د ۱۴۸میلیون افغانیو
لګښت سل بستریز روغتون جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ