Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نورالدین عزیزي: افغانستان به د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل کړو.
۲ ثور ۱۴۰۴

نورالدین عزیزي: افغانستان به د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل کړو.



د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن (سه‌شنبه، ثور د افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، سرپرست حکومت ژمن دی چې افغانستان د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل کړي.

هغه زیاته کړې چې هڅه کوي د افغانستان او قزاقستان سوداګریزو توکو ته د لاسرسي برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت به د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره لویو قزاقستاني شرکتونو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګري وزارت همدارنګه ویلي، د سرپرست حکومت په بيا واکمنۍ سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې او دغه کچه به دواړو هېوادونو ترمنځ په کال کې تر ۳ ميليارده ډالرو پورې ورسېږي.

افغان ـ قزاق سوداګریزه غونډه نن د اسلامي امارت او د قزاقستان د لوړپوړو چارواکو او د دواړو هېوادونو د څه باندې ۴۰۰ سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون پیل شوه.

دغه غونډه د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړولو په موخه جوړه شوې ده.

ټاکل شوې چې د دغې غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ګډ نندارتون هم پرانيستل شي.

ویل شوي چې دغه نندارتون کې د قزاقستان د کورنیو تولیداتو لپاره ۴۰ غرفې اېښودل شوي دي.

د یادونې ده چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر راغلی دی.

مطالب

نورالدین عزیزي
افغانستان به د سیمې
د ټرانزیټ په مرکز بدل کړو

دا خبر نورو سره شریک کړئ