Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په خوست کې د چت پرېوتو له امله څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
۹ سرطان ۱۴۰۴

په خوست کې د چت پرېوتو له امله څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د خوست سیمه‌ییز مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یو کور د چت لوېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی  او درې نور ټپيان شوي دي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز خبری رسنیو ته وویل چې دا پېښه پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د یادې ولسوالۍ د ایسار په کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، پېښه د طوفان او تیز باران له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یوه ۶۴ کلنه مېرمن مړه شوې او درې تنه نور – چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي – ټپيان شوي دي.

د ګربز په وینا، ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي، او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

مطالب

په خوست کې د چت پرېوتو له امله
څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ