Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبلیو ایف پي: د وچکالۍ له کبله ډېری کلي په کنډوالو بدل شوي.
۱۵ دلو ۱۴۰۳

ډبلیو ایف پي: د وچکالۍ له کبله ډېری کلي په کنډوالو بدل شوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي پرون د ډبلیو ایف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړې ویلي چې ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالۍ په سبب پرېښي او په هېواد کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي. هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتې دي چې نورو سیمو ته د تلو وس نه لري. د ډبلیو ایف پي دې مشرې ویلي چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي. افغانستان د نړۍ له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله اغېزمن شوی دی.

مطالب

ډبلیو ایف پي
د وچکالۍ له کبله
ډېری کلي په
کنډوالو بدل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ