Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هرات له زندانه ۱۶۵ بندیان خوشې شول.
۱۹ دلو ۱۴۰۳

د هرات له زندانه ۱۶۵ بندیان خوشې شول.

د هرات له مرکزي زندان څخه ۱۶۵ بندیان خوشې او د ۶۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوه. د هرات د زندان سرپرست سمونوال سیداحمد مجمر وايي،  چې په خوشې شویو زندانیانو کې نارینه او ښځینه شامل. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په خوشې شویو بندیانو کې ۳۸ ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي. په ورته وخت کې خوشې شویو زندانیانو ویلي، چې دغه اقدام د دوی د اصلاح او نوي ژوند لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو خپلې تېروتنې جبران او سالم ژوند غوره کړي.

مطالب

د هرات له
زندانه ۱۶۵
بندیان خوشې شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ