Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تدارکاتو کمېسیون د ۵. ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

تدارکاتو کمېسیون د ۵. ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د ملي تدارکانو کمېسون د شاوخوا ۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت اته بېلابېلې پروژې منظورې کړې او ۱۳ نورې یې تعدیل کړې. په دغو پروژو کې د کندهار د دهلې بند او د کابل علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو مرکز چارو بشپړول شامل دي. اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې له اجنډا سره سم ۲۹پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې او د اتو پروژو قراردادونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغو او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې. د خبرپاڼې له مخې، د یادو شپږو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د تدارکاتي پروسو د اصولو په پام کې نیولو سره یې قراردادونه و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

مطالب

تدارکاتو کمېسیون
۵. ۲ میلیارده افغانیو
په ارزښت ۸ پروژې
منظورې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ