Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پوهنې وزارت:د ګرمۍ له کبله د سړو سیمو ښوونځي ۵ ورځې رخصت کوو.
۸ سرطان ۱۴۰۴

پوهنې وزارت:د ګرمۍ له کبله د سړو سیمو ښوونځي ۵ ورځې رخصت کوو.

د پوهنې وزارت په خبر پاڼه کې ویلي چې په راتلونکو ورځو کې د سختې ګرمۍ له کبله د پنځو ورځو په موخه د سړو سیمو  ټول دولتي او خصوصي ښوونځي رخصت شي.

 د خبر پاڼې له مخې ټول ښوونځي به له راتلونکې چهارشنبې (د چنګاښ میاشتې ۱۱مه) د بلې اوونۍ تر یکشنبې (د چنګاښ میاشتې ۱۵مه) پورې رخصت وي. 

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي و چې د راتلونکې میلادي میاشتې (جولای) له لومړۍ تر درېیمې به پر دغه هېواد د سختې ګرمۍ یوه څپه راشي. 

نوموړي بنسټ زیاته کړې وه چې په ټول افغانستان کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی او په ډېرو سیمو کې به تودوخه له منځنۍ کچې، د سانتي ګراډ په کچه له ۲ تر ۱۰ درجو لوړه وي. 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم ویلي و چې د روان کال د جولای له لومړۍ تر درېیمې به پر افغانستان د سختې ګرمۍ یوه څپه راشي.

مطالب

پوهنې وزارت
د ګرمۍ له کبله د سړو سیمو
ښوونځي ۵ ورځې رخصت کوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ