Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نظري: افغانستان په لومړي ځل سیاسي ثبات ته رسېدلی.
۳ حمل ۱۴۰۴

نظري: افغانستان په لومړي ځل سیاسي ثبات ته رسېدلی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د افغانستان د کارګرانو ټولنې د بیا فعالېدو په نوم یو پروګرام کې ویلي، چې افغانستان له ۴۰ کلنې جګړې وروسته، په لومړي ځل سیاسي ثبات ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت مشران، د سترو انکشافي، پراختیايي او سیمه‌ییزو پروژو د تطبیق هوډ لري او نړۍواله ټولنه مسوولیت لري، چې د دوی ملاتړ وکړي. نظري ویلي، چې سرپرست حکومت د نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو لکه د کار نړۍوال سازمان، نړۍوال بانک، او د پیسو نړۍوال صندوق په همکارۍ، کولی شي بې‌کارۍ ته د پای ټکی کېږدي او د ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرې کړي.

مطالب

نظري: افغانستان
په لومړي ځل
سیاسي ثبات ته رسېدلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ