میدان وردګ کې د ټرافیکي پېښو له امله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کابل کندهار په عمومي لاین د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمو کې د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او اته کسانو نور ټپیان شوي.
د دې ولایت امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په رالیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې لومړۍ پېښه، د لوړې په سيمه کې د مازدا او ټوډي ډوله موټر ترمنځ رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه کسان مړه او د دوو مېرمنو په ګډون دری کسان نور ټپيان شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې بله پېښه د دشت ټوپ سیمه کې د فلډر ډوله موټر له سړک څخه اوښتی چې په پکې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
ټپیان عامه خلکو او امنیتي ځواکونو له خوا پر وخت روغتون ته رسول شوي.