Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن سیالي کوي.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

د پاکستان او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن سیالي کوي.

د پاکستان په کوربه‌توب د یاد هېواد، سوېلي‌افریقا او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې یو ورځنیوسیالیو لوبلړۍ، لومړي سیالي نن پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شي.

یاده لوبلړۍ په پاکستان کې کېدونکې چمپینز ټرافي سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه برابرې شوې دي. چمپینزټرافي سیالي به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربه‌توپ پیل شي.

افغانستان په دغه جام کې د لومړي ځل لپاره لوبېږي او دا مهال ملي لوبډله په عربي متحده اماراتو کې پر تمریناتو بوخته ده.


افغان لوبډله به یاد جام کې خپله لومړۍ سیالي د سوېلي‌افریقا پروړاندې وکړي. سوېلي‌افریقا، افغانستان، اسټرالیا او انګلستان په یوه ګروپ، پاکستان، هند، نیوزیلنډ او بنګله‌دېش بیا د دغه جام په بل ګروپ کې سره یوځای شوي دي.

مطالب

د پاکستان
او نیوزیلنډ
کرېکټ ملي
نن سیالي کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ