Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اوچا: افغانستان کې نږدې ۲۳ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
۶ جوزا ۱۴۰۴

اوچا: افغانستان کې نږدې ۲۳ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. 

اوچا ټینګار کړی، چې که نړۍواله ټولنه دا وضعیت له پامه وغورځوي، نو د مېلیونونو انسانانو ژوند به له لا ډېرو ګواښونو سره مخ شي.

 راپور زیاتوي،چې افغانستان اوس له یوه پراخ، ژور او دوامداره بشري ناورین سره مخ دی او سمدستي، همغږي او بې‌شرطه مرستو ته اړتیا لري.

 په راپور کې راغلي، چې په دې اړمنو خلکو کې۵.۷ مېلیونه ښځې، ۱۲ مېلیونه ماشومان، نیم مېلیون مشران او درې مېلیونه معیوبین شامل دي.

مطالب

اوچا: افغانستان کې نږدې
۲۳ مېلیونه خلک بېړنیو
بشري مرستو ته اړتیا لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ