Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

محمد صادق: د روسیې او چین له ځانګړو استازو مې د افغانستان په اړه خبرې کړې.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

محمد صادق: د روسیې او چین له ځانګړو استازو مې د افغانستان په اړه خبرې کړې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان، چین او روسیې ځانګړو استازو د قطر په پلازمېنې دوحې کې لیدلي دي.

 نوموړي زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ييزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. نوموړي ویلي، چې دا ناسته د افغانستان په اړه د سیمه‌ييزې همکارۍ د لا پراختیا لپاره ګډه ژمنتیا په ډاګه کوي.

مطالب

محمد صادق: د روسیې او چین
له ځانګړو استازو مې
د افغانستان په اړه خبرې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ