Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هوا پېژندنې ریاست ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران خبرداری ورکړی.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

د هوا پېژندنې ریاست ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران خبرداری ورکړی.



د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم شته.

دغه ریاست نن (یکشنبه، د کب ۱۹) هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، دایکندي، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د واورې اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ساتني مترو او د باران هم له ۱۵ تر ۴۰ ساتني مترو پورې ووسي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې درنه واوره او بارانونه د ویجاړوونکو سېلابونو لامل شول.

دغو سېلابونو یوشمېر ولایتونو  کې خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، ځاني زیانونه هم اړولي وو.

مطالب

د هوا پېژندنې ریاست
۱۵ ولایتونو کې
د واورې او باران

دا خبر نورو سره شریک کړئ