Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ژیرنوف؛ د اوبو او انرژۍ وزیر ته په کازان اقتصادي فورم کې بلنه ورکړې.
۲ ثور ۱۴۰۴

ژیرنوف؛ د اوبو او انرژۍ وزیر ته په کازان اقتصادي فورم کې بلنه ورکړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره کتلي دي.

 په دې کتنهکې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې او دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي. 

د اوبو او انرژي وزیر په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې، نو د روسیې هېواد دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو او د ډبرو سکرو، باد، لمر او ګاز سرچینو څخه د برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي. 

په کابل کې د روسیې سفیر په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو کې د پانګونې په اړه اړین مالومات شریک کړي. 

دمیتري ژیرنوف د اوبو او انرژي وزیر ته یې بلنه ورکړې، چې د روان زیږدیزکال په مې میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

مطالب

ژیرنوف
د اوبو او انرژۍ وزیر ته
په کازان اقتصادي فورم کې بلنه ورکړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ