Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په لوګر کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې .
۱۴ دلو ۱۴۰۳

په لوګر کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې .

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې دي.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم زي رسنیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.
هغه زیاته کړې چې لومړۍ لوبه د اتحاد لوګر او سنګ شکن لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې اتحاد لوګر خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپیرماتې ورکړه.
نعیم زي زیاته کړې، چې یادې سیالۍ د پل علم ښار اړوند په لودین لوبغالي کې ترسره کېږي او موخه یې د غوره لوبغاړو ټاکل او ځوانان ورزش ته هڅول دي.

مطالب

په لوګر کې
د فوټسال غوره لیګ
سیالۍ پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ