Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان کې سېلابونه؛ تردامهاله ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ ورک دي.
۲۲ حمل ۱۴۰۴

بدخشان کې سېلابونه؛ تردامهاله ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ ورک دي.

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي رییس مولوي محمداکرم اکبري وویل، تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ولایت کې د ویجاړونکو سېلابونو په دلیل، خلکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اوښتي.

هغه وویل، د سېلابونو پرمهال د یوه ماشوم په ګډون ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ نور نادرکه دي.

دغو سېلابونو کې شاوخوا ۳۵۰ د اوسېدو کورونه وران شوي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او باغونه، کانالونه، سړکونه او پلونه یې هم وران کړي دي.

د هغه په وینا، د سروې ټیمونو د لومړنیو موندنو پر اساس، سېلابونو تر ټولو ډېر شهدا، ارګو، تشکان، راغستان، یفتل پایان، شهر بزرګ، خاش، یمګان، وردوج، بهارک، درایم ولسوالیو او فیض‌آباد ښار کې زیانونه اړولي دي.

مسوولان همدارنګه وايي، چې زیانمنو شویو سیمو ته د سروې او مرسته رسوونکو ټیمونه استول شوي او مرستو رسولو لړۍ ارزول دوام لري.

سېلاب‌ځپلې کورنۍ هم له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړې چې ژر تر ژره د سېلاب‌ځپلیو کورنیو سروې وکړي، ترڅو له زیانمو شویو کورینو سره مرستې وشي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو په دلیل، هېوادوالو ته د سر او مالي درانه زیانونه اوښتي دي.

مطالب

بدخشان کې سېلابونه
تردامهاله ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ ورک دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ