Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې روان کال ۴۶ نوي مخابراتي سايټونه جوړيږي.
۱۱ جوزا ۱۴۰۴

خوست کې روان کال ۴۶ نوي مخابراتي سايټونه جوړيږي.



د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني خوست ته د سفر پرمهال ويلي چې د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې ۴۶ نوي مخابراتي سايټونه جوړیږي.

هغه ويلي چې دغه سايټونه د خوست ولايتي مسوولانو په غوښتنه او په مخابراتي برخه کې د خلکو د ستونزو حل په موخه جوړيږي.

د خوست ولايت مقام تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مخابراتو په برخه کې دامهال یاد ولایت کې تر ډېره موثر ګامونه اخیستل شوي خو لا هم ځینې سیمې شته چې خلک یې له مخابراتي خدمتونو محروم دي.

د مسوولانو په وینا، د دغو سایټونو په جوړېدو سره به د خوست ډېری لرې پرتې سيمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د يادونې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست پکتيا ته د سفر پر مهال هم ويلي و چې ياد ولايت کې به روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شي.

مطالب

خوست کې
روان کال ۴۶ نوي
مخابراتي سايټونه جوړيږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ