Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې پاکستان ته له سفر ډډه وکړي.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې پاکستان ته له سفر ډډه وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو نښتو زیاتېدو له ویرې دغه هېواد ته پر سفر کولو له سره غور وکړي. دغه وزارت خيبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان او هند ترمنځ پولې ته نږدې سیمې ګواښوونکې يادې کړې، چې د وسله‌والو نښتو امکان په‌کې ليدل کېږي. په دغه خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې په پاکستان کې امریکايي ډیپلوماټان او ډيپلوماټيکې سیمې تېر کې هم تر برید لاندې راغلې وې او اوس هلته پر عامه ځایونو او موټرو د برید امکان شته دی.

مطالب

امریکا
له خپلو وګړو غوښتي
چې پاکستان ته
له سفر ډډه وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ