Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر کې د ۶۰ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
۱۵ ثور ۱۴۰۴

پنجشېر کې د ۶۰ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

د پنجشېر ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پریان او درې ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د ۶۰ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. 

د مسوولینو په خبره دغه پراختیایي پروژې په پریان او درې ولسوالیو کې د اکتید موسسې په مالي ملاتړ د یو میلیون ۶۵۰ زره ډالرو په لګښت پلې کېږي.

 د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کرنیزو کانالونو، سړکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې پر مټ یې ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمنیه هم برابره شوې ده.

 ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو په پلې کېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.

مطالب

پنجشېر کې
د ۶۰ بېلابېلو پراختیایي
پروژو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ