Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سکایپ له ۲۲ کلونو وروسته تړل کیږي.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

سکایپ له ۲۲ کلونو وروسته تړل کیږي.



د مایکروسافټ شرکت مسوولان وايي چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په مې میاشت کې به د سکايپ خدمات ودروي.

سکایپ چې د ویډیويي او غږیزې مکالمې د غوره وسیلې په توګه کارول کېده، له څه باندې ۲۲ کلونو وروسته تړل کېږي.

سکایپ په ۲۰۰۳کال کې هغه مهال چې لا ځیرک ټیلیفونونه عام نه‌وو، د غږیزې او ویډیويي اړیکې لپاره تر ټولو غوره وسیله بلل کېده چې میلیونونو کسان کاراوه، خو د زوم او سلاک په څېر شبکو په رامنځته‌کېدو سره سکایپ خپل کاروونکي له لاسه ورکړل.

په ورته مهال مایکروسافټ په ۲۰۱۹کال کې د کورونا پرمهال د ټیمز «TEAMS» په نوم اپلېکېشن بازار ته وړاندې کړ چې ورسره د سکایپ کارونکو د کمېدو ستر لامل ګڼل کېږي.

مایکروسافټ په ۲۰۱۱کال کې سکایپ په اته اعشاریه پنځه میلیارډ ډالرو وپېره چې هغه مهال یې، څه باندې ۱۵۰ میلیونه کاروونکي درلود.

په ۲۰۲۳کال کې د سکایپ کاروونکو شمېر یوازې ۲۳ میلیونه ښودل شوی دی.

د مایکروسافټ شرکت د معلوماتو له مخې، د دوی د نوي ټیمز اپلېکېشن څخه دا مهال ۳۲۰ میلیونه کسان کار اخلي.

مایکروسافټ دا نه‌دي ویلي چې د سکایپ په تړل‌کېدو سره به څومره کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

مطالب

سکایپ
له ۲۲ کلونو وروسته
تړل کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

سکایپ له ۲۲ کلونو وروسته تړل کیږي.