Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غور کې په ۱۶ میلیون افغانۍ د اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي.
۹ سرطان ۱۴۰۴

غور کې په ۱۶ میلیون افغانۍ د اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي.



د غور ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت تیورې او دولت‌یار ولسوالیو کې د ۱۶ میلیون او ۱۱۳ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) وايي، د اوبو رسولو دغه شبکې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ تطبیق کیږي.

هغه وویل: «دغو پروژو کې د ۹۰ متر مکعب اوبو په ظرفیت سره د دریو ذخیرو جوړول، د سولې ۵۲ تختو نصبول شاملیږي چې کلیو ته به پاکې اوبه ولېږدوي.»

د اوبو رسولو د یادو شبکو جوړولو پرمهال د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې تیورې او دولت‌یار ولسوالیو کې څه باندې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د غور د دولت‌یار او تیورې ولسواليو اوسېدونکي د اوبو رسولو د دغو پروژو له تطبیق څخه هرکلی کوي.

مطالب

غور کې په ۱۶ میلیون افغانۍ
د اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ