Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیه: د اوکراین لوهانسک سیمه مو نیولې.
۱۲ سرطان ۱۴۰۴

روسیه: د اوکراین لوهانسک سیمه مو نیولې.



د روسیې چارواکي وايي چې د اوکراین ختیځ لوهانسک سیمه یې، په بشپړه توګه نیولې ده. لوهانسک د اوکراین ختیځ له څلورو سیمو یوه هغه ده چې روسیې په بشپړه توګه د نیولو ادعا کوي.

د لوهانسک لپاره د روسیې له لوري ټاکل شوي والي لیونید پاسیچنیک د روسیې یو تلویزیون ته ویلي: «همدا څو ورځې وړاندې مې راپور ترلاسه کړ چې د لوهانسک د خلق جمهوریت سیمه سل په سلو کې ازاده شوې ده.»

خو د روسیې پوځ بیا ادعا لري چې د لوهانسک یوازې دوه کلي ازاد شوي دي. له دې وړاندې په ۲۰۲۲کال کې هم داسې اوازې وې چې لوهانسک په بشپړه توګه ازاد شوی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د جګړې له راهیسې په لومړي ځل، روسي ځواکونو د جون په اوومه او اتمه د دنیپرپتروفسک سیمې تر پولې ورسېدل او پر دونتسک سیمې کې ولکه خپله کړه. که هم د دونتسک سیمې درېیمه برخه له اوکراین سره ده.

د روسیې دفاع وزارت په دونتسک کې د یوشمېر سیمو د نیولو او نورو سیمو ته د پرمختګ ادعا هم کړې ده.

مطالب

روسیه: د اوکراین
لوهانسک سیمه مو نیولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ