Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۱.۴ میلیارد افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې بشپړې شوي.
۱۹ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې د ۱.۴ میلیارد افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې بشپړې شوي.

د لوګر د اقتصاد ریاست مسوولان وایي چې د روان لمریز کال له پیله، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخېستنې ته سپارل شوي دي.
د لوګر ولایت د اقتصاد رئیس انجنیر محمدحامد مظلوم یار وایي، له بشپړو شویو پروژو ۳۵ بنسټریزې پروژې د حکومت له بودیجې او پاتې یې، د نړیوالو موسسو په همکارۍ د تېرو لسو میاشتو په موده کې پلې شوې دي.
نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په بشپړو شویو پروژو کې دولتي ادارو ته ودانۍ، ښوونځيو ته ودانۍ، کانالونو، کارېزونو، لوي لارو جوړول او بیارغول شامل دي.
مظلوم یار ویلي، اوس لوګر کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۴۳ رغنیزو پروژې تر کار لاندې دي او په راتلوونکې نوي کال کې به بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، په عملي شویو پروژو کې زرګونه کسانو  ته په مستقیمه او په غیرې مستقیمه بڼه ګټه رسیدلې ده.
د دې ولایت ځایي اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې په دغه ولایت کې څه باندې سل رغنیزې پروژې بشپړې شوې.
 دوی ټینګار کوي چې حکومت باید د تېر نظام د وخت پاتې پروژې هم بشپړې کړې او وزګارو کسانو ته په بېلابېلو پروژو کې د کار زمینه برابره کړي.
د ویلو ده چې وړمه ورځ هم د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۳ بېلابېلې پروژې ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

مطالب

لوګر
اقتصاد

دا خبر نورو سره شریک کړئ