Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ هغه ۶ وروڼه وژل شوي چې زیانمنو ته یې خواړه رسول.
۲۵ حمل ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ هغه ۶ وروڼه وژل شوي چې زیانمنو ته یې خواړه رسول.



د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو پر غزې بریدونو ته دوام ورکړی او تېره ورځ د غزې بېلا بېلو سیمو کې لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي.

په وژل شویو کې هغه ۶ وروڼه هم شامل دي چې رضاکاران وو او لوږه ځپلو فلسطینیانو ته یې خواړه ورکول.

دې سره، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، یو فلسطینی ماشوم د غزې ښار په «الاحلي» روغتون د اسراییلي ځواکونو بمبارۍ پرمهال وژل شوی.

په یاد روغتون د اسراییل برید په نړیواله کچه غندل شوی دی.

د روغتیايي مسوولانو په وینا، د غزې جګړه کې لږترلږه ۵۰،۹۴۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۶،۱۵۶ نور ټپیان دي.

دا داسې مهال دی چې د یمن چارواکو هم ویلي، پلازمینې صنعا ته نږدې د امریکا بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ورته وخت کې د یمن حوثيانو ادعا کړې چې د اسراییلو په هوايي ډګر یې توغندیز بریدونه کړي دي.

مطالب

پر غزې د اسراییلو بریدونه
هغه ۶ وروڼه وژل شوي
چې زیانمنو ته یې خواړه رسول

دا خبر نورو سره شریک کړئ