Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د موټرو د غلا په تور یوه ډله نیول شوې.
۱۶ سرطان ۱۴۰۴

ننګرهار کې د موټرو د غلا په تور یوه ډله نیول شوې.

 د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې هغه یوه ډله غله نیول شوي چې له جلال‌اباد ښار او شاوخوا ولسوالیو به یې د خلکو موټر غلا کول.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، د غلو یاده ډله تېره ورځ د دغه ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوې ده چې یو سوزوکي موټر او د موټرو بېلابېل ډول پرزې ورڅخه ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې یادو کسانو به موټر له غلا وروسته پرزه کول او بیا یې د پرزې په ډول پلورل.

سرچینې لیکلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي

مطالب

ننګرهار کې د موټرو

دا خبر نورو سره شریک کړئ