Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۱۶۰۰ کاري جوازونه وېشل شوي.
۸ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې ۱۶۰۰ کاري جوازونه وېشل شوي.

د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په نهو میاشتو کې نږدې ١٦٠٠ تنو ته کاري جوازونه وېشل شوي.
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي جان محمد طلحه ویلي ددې کاري جوازونو له وېشه یې شاوخوا نږدې ٧٠٠ زره افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي دي.
د وېشل شویو جوازونو له ډلې، ١٢١٦ یې پر نارینه کار کوونکو او پاتې ٣٥٨ نور یې پر ښځینه‌وو کارکوونکو وېشل شوي دي.
د کار ټولنیزو چارو ریاست د مسوولینو په وینا؛ د روان ١٤٠٣ کال له پیل څخه تر قوس میاشتې پورې ٧١٣ تنه په دولتي ادارو او ٨٦١ تنه نور په موسسو او بېلابېلو خصوصي سکټورونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

مطالب

د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست
کاري جوازونه

دا خبر نورو سره شریک کړئ