د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د روسیې ۲۰۲۵اقتصادي کنفرانس او نندارتون کې، چې په سنت پترزبورګ ښار کې جوړ شوی، ګډون کړی دی.
دسرچینې د مالوماتو له مخې یاد کنفرانس د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې نېټې د ۱۴۰ هېوادونو په ګډون ترسره کېږي او په کې پر اقتصاد، چاپېریال کرنې، صنعت او پانګونې بحثونه کېږي.
ټاکل شوې ده، چې ښاغلی عمري به په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت اقتصادي لیدلوری هم له نړیوالو ګډونوالو سره شریک کړي.