Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

محرابي: د اماني صندوق ګټه ۴۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

محرابي: د اماني صندوق ګټه ۴۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محمد محرابي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د دغه صندوق له جوړېدو وروسته د هغه ګټه ۴۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده. نوموړي ویلي دغه صندوق د اسعارو د بیې تثبیت، د بیو د کچو کنټرول او په پایله کې په هېواد کې د مالي ثبات د ساتلو لپاره جوړ شوی دی. د افغانستان وجهي صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې په سویس کې د امریکا له خوا د دغه هېواد د ۳٫۵ مېلیارد ډالره شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو. د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي، چې تر اوسه د وجهي صندوق له شتمنیو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار نه‌دی اخیستل شوی او اړتیا ده په داسې حالت کې، چې افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې دومره ثبات نه‌لري، د مالي ثبات د ساتلو لپاره ورڅخه ګټه واخیستل شي. بلخوا اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا او اروپايي هېوادونو غواړي، چې د افغانستان شتمنۍ له قید او شرط پرته خوشې کړي.

مطالب

محرابي
د اماني صندوق ګټه
۴۴۰ مېلیون
ته رسېدلې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ