Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان له امریکا غوښتنه کړې چې پر هند فشار زیات کړي.
۱۱ ثور ۱۴۰۴

پاکستان له امریکا غوښتنه کړې چې پر هند فشار زیات کړي.



د پاکستا لومړي وزیر شهباز شریف له امریکا غوښتنه کړې چې پر هند خپل فشار زیات کړي، څو د خبرو پر ځای په مسوولانه توګه عمل وکړي.

نوموړي دغه غوښتنه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال کړې ده.

شریف همداراز خواشیني ښودلې چې هند د اوبو موضوع د وسلې په توګه کاروي او په وینا یې، اجازه نه‌ورکوي چې د اوبو له تړون څخه په یوه اړخیزه توګه ووځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې مارکو روبیو د کشمیر موضوع په اړه د هند بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له هند ملاتړ اعلان کړی او پاکستان یې، غوښتنه کړې چې د برید په اړه څېړنو کې همکاري وکړي.

دغه ټیلیفوني اړیکه وروسته له هغې کېږي چې پاکستان ادعا وکړه، هند به په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پورې پر دوی برید وکړي.

هند د کشمیر په پهلګام کې  له مرګوني برید وروسته چې په‌کې ۲۶ کسان ووژل شول، په پاکستان تور پورې کړ چې دې برید کې لاس لري، خو پاکستان دا تور رد کړی دی.

مطالب

پاکستان له امریکا غوښتنه کړې
چې پر هند فشار زیات کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ