Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ؛ پر اروپايي ټولنې او چین د درنو تعرفو لګولو ګواښ کړی دی.
۴ دلو ۱۴۰۳

ټرمپ؛ پر اروپايي ټولنې او چین د درنو تعرفو لګولو ګواښ کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین او اروپايي ټولنې د درنو تعرفو لګولو ګواښ کړی دی. په راپور کې ویل شوي، چې د ټرمپ دولت پر اروپايي هېوادونو د نویو تعرفو لګولو سربېره، له چین څخه پر وارداتو هم د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو په تړاو ارزونه کوي. ټرمپ دا نوی ګواښ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته مطرح کړی دی. د راپور له مخې، ټرمپ به د فبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه پر کاناډا او مکسیکو د ۲۵ سلنه تعرفې لګولو په لټه کې وي. د سپینې ماڼۍ د سوداګرۍ سلاکار پیټر ناوارو تېره سه‌شنبې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې پر مکسیکو او کاناډا د ټرمپ د تعرفو لګولو موخه دا ده څو امریکا ته د ناقانونه کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي. ورته مهال چین بیا ویلي، چمتو دی چې له امریکا سره په اړیکه کې پاتې شي؛ څو توپیرونه په سمه توګه پای ته ورسېږي او دوه‌اړخیزې ګټورې همکارۍ ته پراخې شي.

مطالب

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
اروپايي ټولنې

دا خبر نورو سره شریک کړئ