Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۳۰۵ نوې دیني مدرسې پرانېستل شوي.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

لوګر کې ۳۰۵ نوې دیني مدرسې پرانېستل شوي.



د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو څه باندې ۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب زینت راډیو ته وویل، یادې دیني مدرسې د پوهنې ریاست مقام په وړاندیز او د اسلامي زده‌کړو امریت په هڅو د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو د زده کړو پرمخ پرانېستل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې: «لوګر کې ۳۳۵ رسمي او ۱۰۹ غیرې رسمي مدرسې شتون لري چې په یادو دیني مدرسو کې ۴۰ زره نجونې او هلکان په زده‌کړو بوخت دي او له ذکر شویو دیني مدرسو یې ۳۰۵ رسمي دیني مدرسې د اسلامي امارت واک ته رسیدو راهیسې په لوګر کې نوې پرانېستل شوې دي.»

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند همدارنګه وویل، یادو دیني مدرسو کې د شاوخوا ۱۸۰۰ ښځينه او نارینه ښوونکو له لوري د پوهنې نصاب اړوند مضامین تدرسیږي.

هېره دې نه وي چې په تېر جمهوریت نظام کې په ټول لوګر کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یوازې ۳۰ رسمي دیني مدرسو فعالیت درلود او د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، دغه ولایت کې نوې ۳۰۵ رسمي مدرسې د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستل شوې دي.

مطالب

لوګر کې ۳۰۵
نوې دیني مدرسې پرانېستل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ