Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حماس: له غزې د مقاومت وتل د منلو نه‌‌دي.
۱ حوت ۱۴۰۳

حماس: له غزې د مقاومت وتل د منلو نه‌‌دي.



د حماس ډلې په غزه کې د اسراییلو له‌خوا د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټولو برمته شویو کسانو د خوشې‌کېدو وړاندیز کړی دی.

د حماس یوه ویاند حازم قاسم نن چهارشنبه، فبرورۍ ۱۹مه له اسراییلو سره د اوربند دویم پړاو خبرو پیل په درشل کې دغه وړاندیز کړی.

هغه وویل: «موږ دویم پړاو لپاره چمتو یوو چې په‌کې به بندیان په یو وار تبادله شي، د یوې هوکړې رامنځته کول چې له مخې یې، دایمي اوربند او له غزې څخه د بشپړ وتلو لامل شي.»

نوموړي همداراز له غزې د حماس ډلې او مقاومت د وتلو او بې‌وسلې کولو غوښتنه هم رد کړې ده.

قاسم وویل: «غزې څخه د حماس اېستلو لپاره د اشغالګرو شرط یوه مسخره رواني جګړه ده او د غزې څخه د مقاومت وتل یا بې‌وسلې کول د منلو وړ نه‌دی.»

قاسم همداراز د هغې پرېکړې په اړه هم خبرې وکړې چې د راتلونکې شنبې پر ورځ د خوشې‌کېدونکو بندیانو شمېر به له درېوو څخه شپږو ته لوړ کړي.

مطالب

حماس: له غزې
د مقاومت وتل د منلو نه‌‌دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ