Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې.
۲۴ جدی ۱۴۰۳

کونړ ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې.

کونړ ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې. دغه ولایت ته تللي سیلانیان له سرپرست حکومته د ځانګړو اسانتیاوو د برابرېدو په برخه کې، د همکارۍ غوښتنه کوي. ورته مهال سیمه ییز مسوولین وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې، ۲۰ بهرنیو او شاوخوا ۳۰۰ زره کورنیو سیلانیانو د کونړ له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده. د سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس دره، د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو، د دانګام ولسوالۍ بن شاهي کنډو، څوکۍ ولسوالۍ سپین جومات او د وټه پور ولسوالۍ ګمبېل دره هغه سیمې دي، چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو  سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

مطالب

کونړ ولایت
سیلانیان

دا خبر نورو سره شریک کړئ