Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوز جان کې له څه باندې ۱۶زره اړمنو کورنیو سره مرسته شوې.
۵ ثور ۱۴۰۴

جوز جان کې له څه باندې ۱۶زره اړمنو کورنیو سره مرسته شوې.

د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۶زره ۵۷کورنیو ته خوراکي توکي او نغدې پیسې ویشل شوي دي.

 د مسوولینو په خبره دا مرسته د جوزجان په مرکز شبرغان ښار او د جوزجان په یو شمېر ولسوالیو کې بې وزلو او اړمنو کورنیو ته ویشل شوې ده.

 د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند ثمرالدین نوري په ویلي، چې ۱۰ زره ۶۹ کورنیو ته خوراکي توکي او ۵زره ۹۸۸کورنیو ته نغدي پیسې ویشل شوې دي. 

د جوزجان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند زیاته کړې، چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا په افغانستان کې ویشل شوې ده.

مطالب

جوز جان کې له څه باندې
۱۶زره اړمنو کورنیو سره
مرسته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ