Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د شپږو اوونیو پرمهال ۷۹۸ مرسته ترلاسه‌کوونکو ژوند له لاسه ورکړی.
۲۱ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې د شپږو اوونیو پرمهال ۷۹۸ مرسته ترلاسه‌کوونکو ژوند له لاسه ورکړی.



د ملګروملتونو د بشرحقونو دفتر وايي چې د غزې د بشردوستانه مرستو وېش مرکزونو ته نږدې د تېرو شپږو اوونیو پرمهال شاوخوا ۷۹۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې بشردوستانه بنسټ چې د اسراییلو او امریکا له لوري اداره کېږي، د مرستو وېش بېلابېلې څانګې لري او د غزې اوسېدونکو ته مرستې وېشي.

GHF د امریکا خصوصي امنیتي او لوژستیکي شرکتونو په مرسته غزې ته اکمالات کوي، هغه څه چې په لویه کچه د ملګروملتونو په مشرۍ سېسټم سره په ټکر کې دی.

د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکز ته نږدې د سلګونه کسانو له وژنې وروسته، ملګروملتونو د مرستو دغه بڼه ناامنه او د بشردوستانه بې‌طرفۍ له معیارونو سرغړونه بللې ده.

د ملګروملتونو د بشرحقونو دفتر (OHCHR) ویاندې روینا شمداساني په جینیوا کې د رسنیو غونډې ته وویل: «د می له ۲۷مې، د جولای تر اوومې پورې، موږ ۷۹۸ وژنې ثبت کړي چې ۶۱۵ یې د غزې د بشري بنسټ ځایونو ته نږدې او ۱۸۳ یې د مرستو د کاروانونو په لاره کې دي.»

GHF د روان میلادي کال د مې میاشتې په وروستیو کې د اسراییلو له لوري فعال شو چې د ملګروملتونو دغه شمېرې ناسمې بولي.

غزه کې د اسراییلو د روانې ۲۱ میاشتو جګړې له امله د یاد ښار ډېری برخه ویجاړه شوې او د ۲.۳ میلیونه وګړو ډېری برخه بې‌ځایه شوې ده.

مطالب

غزه کې د شپږو اوونیو پرمهال
۷۹۸ مرسته ترلاسه‌کوونکو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ